دوترنري علومو پوهنځي په اړه

دوترنري علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون  اکاډيميکه برخه تشکيلوي چه په ۱۳۷۲کال کي د شپږو څانګو په نظر کي نیولو سره تاسيس شوی چه ددي جملي څخه  اوسمهال څلور فعال ديپارتمنتونه لري. د زده کړي دوره یی پنځه کاله ده چي مضامين يي د پوهنځي د خاصو غوښتنو او اهدافو په اساس د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخي په نظري او عملي توګه تدريس کيږي.د مضامينو عملي تدريس په عمومي توګه د پوهنځي په لابراتوارونو، د پوهنځي د څارويو په کلينيک، د زراعت او مالداري رياست پوري اړوند د جلا ل اباد په مرکزي حيواني کلينيک کي ترسره کيږي .محصلان په برياليتوب سره د پنځه کلن تحصيل او څېړنې د سرته رسولو وروسته د وترنر ډاکټر په صفت د DVM په سويه ټولني ته د خدمت لپاره ورپيژندل کيږي.

User account menu