دتشبثاتو اداره او منجمنټ څانګې پېژندنه
د تشبثاتو اداره او منجمنټ څانګه د اقتصاد پوهنځي تر تأسیس کیدو ډېر وروسته رامنځته شوه، ددې څانګې د اړتیا پر بنسټ اقتصاد پوهنځي ددې څانګې د رامنځته کېدو په پار هڅې او کوښښونه پېل کړل او د همدې هڅو او منډو ترړو پایله وه چې په ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال نوموړې څانګه د اقتصاد پوهنځي او ننګرهار پوهنتون په ګډ وړاندیز سره د لوړو زده کړو جلیله وزارت لخوا منظور شوه.
یادې څانګې تر دې مهاله ډېر فارغان ورکړي دي چې په ډېرو مهمو او کلیدي پوستونو دندې تر سره کوي او عملاً د هیواد په عامه اداره کې په خدمت مصروف دي. د Business Administration څانګې تر دې مهاله ۴۴۶ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د ښه کیفیت پایله یې په اداراتو کې څرګنده ده، اوسمهال په یاده څانګه کې د اته تنه استادانو لخوا شاوخوا ۱۴۵ تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي. د استادانو لخوا د عصري وسایلو په کارولو سره محصلان روزل کېږي، د څانګې د نورو پرمختګونو په موخه په پلان کې لرو چې په راتلونکې کې په عصري او نوې فکره سمبال کدرونه په یاده څانګه کې جذب کړو او ددې څانګې د پرمختګ سبب شي.