د طب پوهنځي ليد لورری ماموريت او موخې

لیدلوری

طب پوهنځی د نړۍوالو او سيمه‌ييزو معيارونو په پام کې نيولو سره د کادرونو د روزنې، د څېړنو، لیکنو او روغتیايي خدمتونو په ترسره کولو کې د علم او تکنالوژۍ انکشاف او د پلي کولو له لارې د اغېزمن او تلپاتې ټولنيز، اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامنځته کولو هوډ لري. 

ماموریت

 طب پوهنځی د هېواد او سیمې په کچه د طب په مسلک کې وړ او معیاري کادرونه روزي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته روغتیايي، څېړنیزو او روزنیزو ستونزو ته د حللارې ولټوي او د پرمختګ لپاره یې هلې ځلې کوي.

عمومي هدف(Goal)

د يو داسې علمي کړنلارې جوړول چې په وړ او مناسبه توګه د روغتيا پالنې او درملنې لپاره د معاصر او معياري طبابت پوهه او مهارتونه په پوره امانت دارۍ سره د( MD ) ايم-ډي سند اخستونکو رنځپوهانو ته د متناسبې روزنې پر مټ وليږدول شي او په کمي او کيفي برخه کې د طب پوهنځي د زده کړو،خدماتو او څېړنو کچه لوړه شي او د رشد او اصلاح لومړيتوبونه په ګوته شي.

ارزښتونه (Values)

طب پوهنځی د خپل رسالت د ترسره کولو لپاره لاندې ارزښتونو ته ژمن دی:

  • اسلامي، ملي، طبی اخلاقو او مسلکي اصولو ته ژمنتيا
  • نوښتونه رامنځ ته کول او پلي کول
  • ښه حکومتولي او رهبري
  • د چارو روڼتيا او حساب ورکول
  • د عدالت او برابرۍ تأمينول
  • چاپيريال ساتنه
  • په هر اړخيز پرمختګ کې ګډ کار او نړېوالتوب
  • په شواهدو اتکا
  • فرصتونه پېژندل او له شته شتمنیو او فرصتونو ګټه اخیستل

د طب پوهنځي موخې

 طب پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوری ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:

  • د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر و څېړنو سرته رسول.
  • د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د معیاري ودانیو رغونه،مادي او کاري وسایلو برابرول.
  • د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول.
  • د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول .
  • د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبو حل لارو پیدا کول .
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايې ښکېلو خواوو او نورو تمويلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د طب پوهنځي څخه اغېزمنه استازولي او له دوۍ سره د ښو اړيکو ټينګول.
  • د وخت او اړتیاوو له غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل .
  • د وګړو د ژوندانه د کېفيت او ورځني عايد لوړول، د نوي تکنالوژي معرفي او خپرول او عامه پوهاوې.

User account menu