د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک او ننګرهار پوهنتونونو رئیسان په ستاینلیکونو و ستایل.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
image

 

په همدې مناسب جوړه شوې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس ، د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکټر خلیل احمد بهسودوال، پوهنوال عبدالرشید اقبال او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له یادو رئیسانو د ښو کړنو له امله مننه وکړه او د ستاینلیک په ورکړې سره یې وستایل.

ښاغلي حقاني دغه راز له فتحې وروسته د کابل پولي تخنیک او ننګرهار پوهنتونونو نړیوال ژورنالونه رامنځته او تاییدیدل یو ښه زېری یاد کړ.

همدرانګه سرپرست وزیر له دوی وغوښتل، چې د یادو پوهنتونونو د پرمختګ، پر ځان بسیاینې لپاره لا ډېرې هڅې وکړې.

بل لورته د کابل پولي تخنیک پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئیسانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له تشویق، د ژورنالونو، څېړنې او ورته برخو کې د امکانانو له برابرولو څخه مننه وکړه.

همداشان یادو مسؤلینو د پوهنتونونو اړوند ځينې ستونزې شریکې کړې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني له لوري د حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

د ماسترۍ دورې د نوملیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ دورې د ۶ برنامو (فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضاء او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې- تجارت او انگلیسي ژبې او ادب څانګو) ټولو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۴۰۰ تنو محصلینو ته د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا د دې پوهنتون د څوارلسو پوهنځیو (۴۰۰) تنو محصلینو ته د کمپیوټر مختلفو پروګرامونو د زده کړې کورس پیل شو، چې څلور میاشتې به دوام وکړي.
. . .

BACK TO NEWS

User account menu