په ختیځ کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او استادانو د ملګرو ملتونو له خوا د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر د لګېدلو بندیزونو په غبرګون کې اعتراضیه غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۱۰:۹
image

 

یاد کنفرانس، چې د محرم په ۹مه نېټه د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شو، ویناوالو یې د غندنې تر څنګ د هېواد په تحصیلي نظام د یادو بندیزونو د ناوړه اغېزو او بدو پایلو په اړه مقالې او ویناوې واورولې.

په نوموړي اعتراضیه کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو، استادانو اداري کارکوونکو او د رسنیو استازو برخه لرله.

د کنفرانس د پرانيستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د هېواد موجوده علمي، سیاسي او ټولنیز وضعیت ته په کتلو د ملګرو ملتونو یاده پرېکړه وغندله او یاده چاره یې یو غیر قانوني اقدام او د ټولو نړیوالو اصولو او معاهداتو خلاف مغرضانه عمل وباله.

پوهاند بهسودوال د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې نوموړي نه یوازې دا چې د لوړو زده کړو نظام او سیستمونه وساتل، بلکې د هغې د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره یې زیاتې هلې ځلې وکړې.

نوموړي ژر تر ژره د یادو بندیزونو د لیرې کېدو تر څنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې په تحصیلي برخه کې دې له افغانانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي او دا جګړه ځپلی ولس دې له نورو ننګونو او فشارونو سره نه مخ کوي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل سید بنارس هاشمي له حقوقي پلوه د یادو بندیزونو د ارزونې په اړه ترتیب کړی پریزنټیشن وړاندې کړ او یاد بندیزونه یې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله.

د لغمان پوهنتون رئیس پوهنیار محب الله هدایت، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس پوهنیار محب الله محب او د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس محمد کریم ناصري د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې د لوړو زده کړو پر وزیر بندیزونه د هېواد پر تحصیلي نظام بندیزونه وبلل او په نړیوالو یې غږ وکړ، چې د بندیزونو پر ځای د تعامل او تعاون لاره خپله کړي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح له خوا په ۶ مادو کې د غونډې پرېکړه لیک ولوستل شو، چې په کې د یاد غیر عادلانه عمل د غندنې او له منځه وړلو تر څنګ د هېواد په تحصیلي نظام د هغې په لنډ مهالو او اوږد مهالو ناوړه پایلو بحث شوی ؤ.

یاده اعتراضیه غونډه د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب په دعایه وینا پای ته ورسېده.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu