د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۹ - ۷:۵۷
image

 

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د پوهنځیو د عمومي نظارت او څارنې په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل او د پوهنځیو او څانګو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د څارونکي هیئت سپارښتنې په پام کې ونیسي او د پوهنځیو په کچه شته ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه ويسي.

نوموړي دغه راز د هغو پوهنځیو د مسؤلینو او استادانو مننه وکړه، چې په یاده ارزونه کې مثبت ارزیابي شوي او په خپلو پوهنځیو کې یې په علمي، تدریسي او رغنیزو برخو کې لاسته راوړنې لرلې.

د مجلس په دویمه برخه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او الفلاح پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۱۱، رتبې تثبیت ۳، ارتقا ۱ او د تقرر د ۶ کیسونو، د محصلینو عرایضو او ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي، د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور اسدالله دوست، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی بادام نیازی او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اسحق شهید زوی، چې په خپلو پوهنځیو کې یې په علمي، تدریسي او رغنیزو برخو کې لاسته راوړنې لرلې، د پوهنتون د مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي له خوا تقدیر او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۵۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې (له شمېرو څخه تر بصیرته) سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

یاد سیمینار د جرمني هېواد د هېلمټ شمېډټ پوهنتون د الکترو مقناطیسي ساحو د څانګې د دوکتورا دورې افغان څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالي ترسره شوه.

یاده سیالي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري. . .

BACK TO NEWS

User account menu