ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۸:۲۳
image

 

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د غبرګولي په ۴مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د ټورنمنټ د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سید اکرم هاشمي د سپورت په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او سپورتي فعالیتونه یې د محصلینو په فزيکي او ذهني وده کې اغېزمن وبلل.

نوموړو ددغه ډول سياليو پر دوام د ټينګار او ملاتړ څرګندولو تر څنګ محصلین د سپورتي اصولو او اخلاقو رعایتولو ته راوبلل.

د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ د پیل شویو سیالیو په اړه وویل، چې له دې سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول او دغه راز د پوهنتون د فوټبال د منتخبې لوبډلې ټاکل دي.

نوموړي زیاته کړه: په یاد ټورنمنټ کې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۸ لوبډلې برخه لري، چې نن ورځ د طب او ادبیاتو پوهنځیو په سیالۍ سره پیل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

ننګرهار پوهنتون د فلیال پوهنتونونو لپاره د (ایس پي ایس ایس ) شپږ ورځنی ورکشاپ دایروي.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا دایرېږي، چې د کریکولم په اړه یې د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال، څېړنو آمر او روزونکو استادانو تر منځ غونډه وشوه.

د مجلس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۵ کادري بستونو لپاره له ۲۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، خراسان، الفلاح، متانت او جهان پوهنتونونو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ټولو امریتونو خودي ارزونه ترسره شوه.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له دې ارزونې څخه یې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغې ارزونې ته بشپړ چمتووالی نیول وو، چې د روان کال په وروستیو کې به ترسره شي.
یاده داخلي ارزونه چې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu