د ننګرهار پوهنتون طب، حقوقو او سیاسي علومو، وترنري علومو، کرنې، عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو خپلو نويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون چاپېريال سره د پېژندګلوۍ غونډې جوړې کړې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۹:۵۹
image

 

نوموړي مراسم د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې ترسره شول، چې د یادو شویو پوهنځیو د رئیسانو او استادانو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي هم برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي نويو راغلو محصلينو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ويلو تر څنګ هغوى خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل. نوموړي ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور ياد کړ او محصلینو ته يې ډاډ ورکړ، چې دلته ټولې کړنې د قوانينو او مقرراتو په رڼا کې له کوم تبعيض پرته سرته رسېږي.

ښاغلي هاشمي له محصلينو غوښتنه وکړه، چې د نورو بې ځايه بوختياوو پر ځاى خپل وخت په تدريس، مطالعې او څېړنو تېر کړي.

د غونډو په وروستیو کې د یادو شویو پوهنځیو مسؤلینو او استادانو نویو راغلو محصلینو ته د اړوندو پوهنځیو د تشکيلاتي جوړښتونو، څانګو، استادانو، نصاب، کريډيټ لايحې، د ليليې مقررې، نظم او دسپلين، کتابتون، لابراتوارونو او نورو اسانتياوو په اړه معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu