ننګرهار پوهنتون سره د ۱۳۰۰ مېوه لرونکو او زینتي بوټو مرسته وشوه.

د نيالګيو ياده مرسته د الفلاح پوهنتون، پولټري ډاکترانو ټولنې او د ټولنیز فعال انجنیر مکرم خان له خوا شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه ته د سپارلو تر څنګ یې د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې برخه واخیسته.
د الفلاح پوهنتون له خوا مرسته شوي ۳۰۰ نیالګي د مرکزي لیلیې، د ټولنیز فعال انجنیر مکرم خان له خوا ۸۷۰ نیالګي د طب پوهنځي او د پولټري ډاکترانو ټولنې له خوا ۱۳۰ زینتي بوټي د وترنري علومو پوهنځي په ټاکل شویو ځایونو کې کېنول شول.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت د الفلاح پوهنتون له رهبرۍ، د پولټري ډاکترانو ټولنې استازي ډاکتر حسیب الله تره کي او د ټولنیز فعال انجنیر مکرم خان مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون په سمسورتیا او سرسبزۍ کې یې برخه واخیسته او په دې توګه یې د پوهې او پوهنیزو مرکزونو سره خپله مینه او ژمنتیا په زبات ورسوله.
د پوهنتون مشرتابه د ساتنې او څارنې مدیریت مسؤلینو ته د مرسته شويو بوټو په مناسبو ځايونو کې د کېنولو سپارښتنه وکړه.