ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ تدریسي تګلارو (OBE-SCL) د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۸:۱۳
image

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۲۰ تنو استادانو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ د پای مراسمو کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د تدریس د دودیزو تګلارو پر ځای نړیوالې معیاري تګلارې عامې کړي.

پوهاند بهسودوال د مسلکي زده کړو د پرمختیايي مرکز د مسؤلینو او د ورکشاپ د روزونکو استادانو څخه د مننې تر څنګ برخوالو استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره هم شریک کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز مسؤل پوهنیار محمد ملیار رحماني نور ویناوال وو، چې د ورکشاپ د ارزونې سربېره یې ژمنه وکړه، چې د پوهنتون د محترم مشرتابه په ملاتړ به په راتلونکې کې د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره په لیډرشیپ او نورو برخو کې روزنیز ورکشاپونه دایر کړي.

د ګډونوالو استادانو په استازیتوب د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي استاد پوهنیار سید عباس سادات د پوهنتون له ادارې مننه وکړه او د ترسره شوي ورکشاپ مواد یې نوي او د استادانو لپاره مهم وبلل.

د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مشرتابه او د ورکشاپ د روزونکو له خوا استادانو ته سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۷
Background image

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلینو د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي څخه لیدنه وکړه.

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي مسؤلینو، استادانو او د وروستي کال لسګونه تنو محصلینو د یو علمي سیر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار او نورستان پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په علمي، تحقیقاتي، استادانو ظرفیت لوړونې، تضمین کیفیت، محصلینو عملي زده کړو او نورو برخو کې د راتلونکو ۳ کلونو لپاره یو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې متقاعد استاد پوهاند مستعلي خان نیازي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
پوهاند نیازي. . .

BACK TO NEWS

User account menu