ننګرهار پوهنتون کې د څه دپاسه ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د رغنیزو چارو پرانیسته شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۴۶
image

 

په یادو رغنیزو چارو کې د دې پوهنتون د طب، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، وترنري علومو، ژبو او ادبیاتو او انجنیري پوهنځیو، د مرکزي لیلیې، پخلنځي، خوړنځي، مېلمستون، پوسته خانې او جنسي ډیپوګانو ودانیو بیا رغاونه او ترمیمات شامل دي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادو رغنیزو چارو پرانیسته د زمري په ۱۷مه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې وکړه، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب، د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال پیرمحمد ستانکزي او یو شمېر استادانو او اداري کارکوونکو یې ملتیا کوله.

پوهاند بهسودوال د یادو رغنیزو چارو په پيل خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې ددې رغنیزې پروژې په تطبیق سره به د پوهنتون په ذکر شویو پوهنځیو او اداري څانګو کې شته ستونزې له منځه لاړې شي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مننه وکړه، چې د دې رغنیزو چارو مالي ملاتړ یې وکړ او د ودانیز شرکت مسؤلینو ته یې جدي سپارښتنه وکړه، چې یادې رغنیزې چارې د قرارداد سره سم په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او توضیح درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غړو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ اصلي او ۴۱ فرعي معیارونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ درې پروګرامونو لپاره له ۹۲ تنو کاندیدانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینو ملي ادارې له خوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي دریو څانګو (هارتیکلچر، اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت) ماسترۍ برنامو لپاره له ۹۲ تنو ګډونوالو د کانکور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کیفیت لوړاوي پروسې او د اداري اصلاحاتو د ارزونې فورمونو د تشریح یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ، چې د کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې لوی مدیریت له خوا د بېلابېلو برخو امرینو او  مدیرانو ته دایر شو، پر مهال یې د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې پروسې په ارزښت او. . .

BACK TO NEWS

User account menu