ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ تحصيلي کال کانکور ازموينې د اخيستلو بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۸:۲۹
image

 

د کانکور د بایومتریک او ازموینې پروسه د غويي په ۵ مه پیل او په ۱۱مه نېټه د ۷ ورځو په موده کې پرته له کومې جزوي او جدي ستونزې پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولايت د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو له ۱۴۳۳۲ تنو فارغانو ازموينه واخيستل شوه، چې ۲۷۹۲ تنه یې نجونې وې.

ازموينه په پنځو حوزو کې د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي ۷۷ کسيز پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د ۱۰۰ تنو استاذانو له خوا په پوره روڼتیا او شفافیت واخیستل شوه.

د ازموینې ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر پوهنیار قدرت الله احمدي د مخه ښې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه، چې د بایومتریک او ازموینې پروسې په نظم، دسپلین، شفافیت او بریالۍ اخیستنه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او هم یې په ښه توګه د دوی مېلمه پالنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کانکور ازموینې په بریالۍ اخیستنې خوښي وښوده او یاده چاره یې د ازموینې ملي ادارې د راغلي ټیم او د ننګرهار پوهنتون د استادانو سربېره د ننګرهار ولایت مقام او ملي امنیتي ځواکونو د هڅو او هلو ځلو پایله وبلله.

نوموړي د کانکور ازموینه یوه سرتاسري ملي پروسه یاده کړه، چې په وینا یې، د هېواد د ځوان کول هیلې ورسره تړلي او تمه یې څرګنده کړه، چې په بشپړاوي سره به یې حق حقدار ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu