ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ لمریز کال کانکور ازموینې لپاره د بایومتریک معلوماتو د ثبت لړۍ دویمه ورځ هم په پوره نظم بریالۍ پای ته ورسېده.

یاده پروسه نن سهار له ټاکلي وخت دوه ساعته وړاندې د سهار په ۴ بجو پیل شوه، چې د مسؤلینو په وینا په ترڅ کې یې د کانکور ازموینې نږدې پنځه زره تنه ګډونوال بایومتریک شول.
سبا ورځ (سه شنبه د غويي ۷مه) د بایومتریک پروسې وروستۍ ورځ ده؛ د کانکور ازموینې هغه ګډونوال چې په کارت کې درېیمه ورځ لیکل شوې او هغه ګډونوال، چې په اولو دوو ورځو کې له یادې پروسې پاتې دي، د بایومتریک لپاره دې په ټاکلي وخت ننګرهار پوهنتون ته راشي.
درنښت