ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ (OBE-SCL) تدریسي تګلارو د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۲۰
image

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۱۵ تنه استادان په کې وروزل شول.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ د پای مراسمو کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو تدریسي تګلارو (OBE-SCL) په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د تدریس د دودیزو تګلارو پر ځای نړیوالې معیاري تګلارې عامې کړي.

پوهاند بهسودوال د مسلکي زده کړو د پرمختیايي مرکز او د ورکشاپ د روزونکو استادانو څخه د مننې تر څنګ له برخوالو استادانو غوښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره هم شریک کړي.

د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز مسؤل پوهندوی احمد فرید روان د ورکشاپ ارزونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون د محترم مشرتابه په ملاتړ به په راتلونکې کې د نورو استادانو لپاره ورته ورکشاپونه دایر کړي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس او علمي چارو مرستیال له خوا د ورکشاپ روزونکو پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي، پوهنمل جاوید صاحبزاده او په ننګرهار پوهنتون کې د HEDP ادارې مسؤل عثمان صافي ته ستاینلیکونه او د ورکشاپ برخوالو استادانو ته سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu