د ماسترۍ دورې، څوارلسم پاسانو او شپې پوهنځیو کانکور ازموینې د نوم ليکنې خبرتيا!

sakhizada_admin

 

ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۰ تحصيلي کال لپاره د ماسترۍ په لاندې څانګو کې د کانکور ازموينې له لارې محصلين قبلوي:

١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى

٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو پوهنځى

٣- قضا او څارنوالۍ څانګه – حقوقو او سياسي علومو پوهنځى

٤- پښتو ژبې او ادب څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى

٥- اداره او تجارت څانګه – اقتصاد پوهنځى

د نوم ليکنې شرايط:

اړوند پوهنځي څخه د فراغت سند

د تذکرې اصل او کاپي

د ديپلوم او ترانسکريپټ اصل او کاپي، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي وي.

د (٦٥) سلنه نمرو لرل

يوه قطعه رنګه عکس (چې بګراونډ یې سپین وي)

په شرايطو برابر فارغان دې د نوم ليکنې لپاره د روانې کب میاشتې له (۲) نېټې څخه تر (۳۰) نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت ته راشي.

د نوم لیکنې وخت:

د سهار له ۸ د مازیګر تر ۳ بجو پورې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

همدارنګه د څوارلسم پاسانو د اختصاصي او شپې پوهنځیو کانکور ازموینې د نوم لیکنې فورمې هم راغلي، چې د یادو فورمو توزیع د پورته مهال وېش سره سم د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو په آمریت کې ترسره کېږي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

کارموندنه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۱:۵۹
Background image

دکرنې پوهنځي دکادر بست خبرتيا!

(( دننګرهار پوهنتون د بشري سرچينو آمريت د استخدام عمومي مديريت خبرتيا))
دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د کرنې پوهنځی په لاندې خالي بست کې د ازادې سيالۍ ازمو ينې له لارې په علمي کادر کې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۸:۳۲
Background image

دښوونې او روزنې پوهنځي د کادر بست اعلان!

((دننګرهار پوهنتون دبشري سرچينو آمريت د استخدام عمومي مديريت خبرتيا))
دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د ښوونې او روزنې پوهنځي رياست په لاندې  خالي بست کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۲۶
Background image

دطب پوهنځي د کادر بست اعلان!

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون رياست اړوند د طب پوهنځی په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په . . .

Back to announcements

User account menu