ننگرهار والي له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۰:۳۰
image

 

د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ولایتي ادارې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه، استادانو او محصلینو سره له لیدنې سربېره د پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په همدې مناسبت د پوهنتون په ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، د علمي شورا غړو او اداري آمرینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پرانیستې او ښه راغلاست وینا پر مهال د پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ننګرهار والي او ورسره پلاوي ته معلومات ورکړل او همدارنګه یې د پوهنتون ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې.

ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په پوهنتون کې د رامنځته شویو اصلاحاتو او لاسته راوړنو په اړه خوښي وښوده او د ستونزو په اړه يې وویل، چې د پوهنتون د ستونزو د حل او لا پرمختګونو په موخه یې ولسمشر او د لوړو زده کړو وزیر سره ناستې کړې او ډاډ یې ورکړ، چې په ولایتي او مرکزي کچه به د پوهنتون هر ډول ستونزو حل او پرمختګ لپاره کار وکړي .

هغه زیاته کړه: د پوهنتون د نیمګړو دریو پوهنځیو ودانیو پاتې چارو بشپړېدو په موخه یې وړاندیز کړی، چې د ملي پراختیا ادارې له لوري ترسره شي؛ همدا راز یې د ښوونې او روزنې او طب پوهنځیو په اړه د جلا، جلا پوهنتون کېدو وړاندیزونه کړي .

ښاغلي امرخېل هیله وښوده، چې په راتلونکې مالي کال کې به د پوهنتون لپاره اساسي کارونه وشي، چې په کې د استادانو ښارګوټي فعالېدو، غصب شویو ځمکو بېرته را ګرځېدو، پوهنتون ته په ټولو برخو کې پراختیا ورکول او نور شامل دي .

د ننګرهار والي ډاډ ورکړ چې د پوهنتون سره په ټول قوت همکار دی او هڅه به وکړي چې شته ټولو ستونزو ته یې په وخت رسیده ګي وکړي .

ښاغلي امرخېل د پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د محصلینو له استازو سره ولیدل او د هغوی ستونزې او وړاندېزونه یې هم واورېدل او همدارنګه یې د پوهنتون د یو شمېر ودانیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د ( کاري فرصتونو، کار بازار او استخدام پروسې ) په هکله معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځيو د وروستیو کلونو سلګونو تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي دوو تنو استادانو پوهندوی دوکتور ریحان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د هیومنیزم (انسان محورۍ نظریې) په هکله علمي او معلوماتي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت او کلمات علمي او تحقیقي ادارې په ګډې همکارۍ د پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته په جامع مسجد کې د (هیومنیزم د مسلمان ځوان لپاره یوه غولوونکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu