د ننګرهار پوهنتون د فارغانو ټولنې مسؤلینو غونډه وکړه

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۲:۴۷
image

 

د ننګرهار پوهنتون د فارغانو ټولنې مسؤلینو ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه.

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د ټولنې مشر انجنیر خان محمد دوست، مرستیالانو ډاکتر حسیب الله تره کي او یار احمد جمال او یو شمېر غړو هم حضور درلود، په رسمي توګه د ټولنې د پرانیستې، راتلونکو غونډو او پروګرامونو، د فارغانو د انسجام او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د فارغانو ټولنې مشر انجنیر خان محمد دوست له عدلیې وزارت څخه د ټولنې د رسمي کېدو او د کړنو جواز اخیستلو او همدارنګه د راتلونکو پلانونو په اړه د مجلس برخوالو ته معلومات ورکړل.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي د ټولنې په رسمي کېدو د خوښۍ څرګندونه وکړه او د ټولنې مسؤلینو ته یې په چارو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu