ننګرهار پوهنتون کې د برابرۍ او د تاوتريخوالي مخنيوي تر سرليک لاندې درې ورځنى ورکشاپ داير شو

nu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۰:۲۹
image

 

ياد ورکشاپ چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز پنځلس تنو نارينه او ښځينه غړو پکې ګډون درلود، د یاد مرکز د نجونو مشرې خديجې عزيزي په کواردينېشن د افغان ښځو د هوساينې او پرمختګ سازمان يا AWWDA لخوا جوړ شوى و.

د ورکشاپ د پرانستې وينا کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي خوښي څرګنده کړه چې د نوي درسي کال پيل په يو نوښتيزه او متحرکه بڼه ترسره کېږي.

نوموړي د ټرېننګ له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې له دغه فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي او په خپلې پوهې او مهارتونو کې زياتوالى راولي، ښاغلي هاشمي همداراز د افغان ښځو د هوساينې او پرمختګ ټولنې څخه مننه وکړه چې ننګرهار پوهنتون يې وټاکه او د دوى د محصلينو د ظرفيت په لوړولو يې کې يې رول ولوباوه.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري خبرې وکړې او د افغان ښځو د هوساينې او پرمختګ ټولنې څخه له مننې کولو وروسته يې ياد ټرېننګونه د محصلينو د مهارتونو او ظرفيت لوړولو برخه کې ګټور او ارزښتمند ياد کړل،

نوموړي د تاويتريخوالي د مخنيوي په برخه کې زده کړه مهمه وګڼله او له هغو ټولو يې مننه وکړه چې په دغه برخه کې کار کوي او ټولنه سم لوري ته سوق کوي

په دغه ټرېننګ کې، د ګډونوالو په پېژندنې او مهارتونو، د افغان ښځو هوساینې او پرمختګ ټولنې په پېژندنې او اهدافو، د تاوتریخوالي او نابرابرۍ رېښو، په ننګرهار ولایت کې تاوتریخوالي او نابرابرۍ

کچې معلومول د دوه جلا ګروپي کارونو په ترڅ کې، خبرې او بحثونه ترسره شول،چې یاد بحث د اغلې هیلې یون له خوا پرمخ وړل کېده.

د ورکشاپ په پاى کې محصلينو په نمايندګۍ د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز د ځوانانو کلب مشر عزت الله منصف او بسمينې مومند خبرې وکړې، د ورکشاپ پاى کې ټولو ګډونوالو سرټيفيکېټونه ورکړل شول.

سرچینه: د سولې مرکز فیسبوک پاڼه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu