د انجنيري پوهنځي نوی مرستیال د یاد پوهنځي استادانو او منسوبینو ته وروپېژندل شو

nu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۹:۵۶
image

 

د انجنيري پوهنځي استاد پوهنیار شاپور کوشککی د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د انجنيري پوهنځي د نوي مرستیال په توګه د نوموړي پوهنځي استادانو او منسوبینو ته وروپېژندل شو او د مخکېني مرستیال پوهنیار انجنیر محمد شاکر فاروقي د هڅو او خدمتونو تقدیر او ستاینه وشوه.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال پوهنیار کوشککی وړ او په کار پوه شخص یاد کړ، چې په وینا یې، په راتګ سره به یې د پوهنځي چارې لا زیاتې ښې او منظمې شي.

پوهاند بهسودوال د مخکېني مرستیال پوهنیار انجنیر محمد شاکر فاروقي د هلو ځلو او خدمتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې ښاغلي فاروقي نه یوازې د انجنیري، بلکې د ټول پوهنتون د رغنیزو او اکاډمیکو چارو د بهبود لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، چې مونږ ترې مننه کوو او د لایزال رب (جله جلاله) له درباره ورته د اجر غوښتنه کوو.

د انجنيري پوهنځي نوي مرستیال پوهنیار شاپور کوشککي د پوهنتون او پوهنځي له مشرتابه مننه وکړه، چې په نوموړي یې ددې دندې باور وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د پوهنځي د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu