دهندي ژبې او ادب څانګې لرليد،ماموريت موخې او ارزښتونه

لرلید (Vision)

د هندي ژبې او ادب زده کړه او د پښتو ژبې او ادب سره يې د پرتليزو څېړنو څېړونکي روزل.

ماموريت (Mission)

په هيواد کې د هندي ژبې او ادب علمي کادرونو درلودل؛ ترڅو اړونده برخه کې د خمت جوګه شي، پښتو ژبې او ادب سره د هنډي ژبې او ادب په برخه کې هر اړخيزې پرتليزې څېړنې ترسره کړي او په هندوستان او هندي ادب کې د افغان نومياليو اشخاصو په اړه نوې څېړنې ترسره کړي.

ارزښت (Value)

                    هندي څانګه  اسلامي  او ملي روحیې ته په پام سره لاندې ارزښتونه پالي.

  1. نړیوال  ارزښت : هندي ژبه د نړۍ یوه له مشهورو  ژبو څخه  ده، چې ډېر بډایه ادبیات لري او نړیوال ادبپوهان ورته په ارزښت قایل دي.
  2. فرهنګي ارزښت: هندي څانګه خپل مسؤلیت بولي چې د هندي ژبې په وسیله به خپل اصیل افغاني فرهنګ سيمې او په ځانګړې توګه دهند پراخې جغرافیې ته ور وپېژني.
  3. علمي ارزښت: په نړیوال علمي ډګر کې د هندي ژبې پرمټ د خپلې ژبې او ادب بډاینه او د نسبي اړیکو پر اساس  دخپلو ملي ژبو او هندي ژبې پرتلیزه څېړنه او په ژبپوهنه  او ادبپوهنه کې نوښت  رامنځته کول او علمي اړتیاوې پوره کول.
  4. ښوونیز ارزښت: د پښتو، هندي او دري ژبې او ادب  ترمېنځ شته ورته والي څېړنه او د ژباړې له لارې د خپلو ملي ژبو د ادبیاتو غني کول.
  5. اقتصادي ارزښت: د ملي او نړیوال مارکیټ لپاره  د نویو هندي څیړنو او پنځونو رامنځته کول او د ملي او نړيوالو فرهنګي ادارو لپاره په اسلامي او ملي فکر د وړ کسانو روزنه.

د هندي څانګې موخـــــــېAims

  • په هندي ژبه او ادب کې د مسلکي کادرونو درلودل.
  • د هندي او  پښتو ژبو ترمنځ پرتليزې څېړنې ترسره کول.
  • د افغانستان او هندوستان په هر اړخيزو چارو کې د هندي ژبې او فرهنګ په درک کولو سره مثبت رول لوبول.
  • د هندوستان په تاريخ، ادب او  فرهنګ کې د نومياليو افغان اتلانو اړوند ليکنو او برداشتونو  په اړه څېړنې  ترسره کول او په اړه يې حقيقتونه څرګندول.
  • په هندي ژبه د هندي ادب او فرهنګ اړوند لیکلي اړينو اثارو پښتو ژبې ته راژباړل.
  • د هيواد د وياړلي تاريخ او غني فرهنګ اړوند په هندي ژبه ليکنې  او څېړنې ترسره کول؛ ترڅو پرې د هند څوارلس سوه ميلونی ملت لا ښه خبر او پوه شي.

 

زده کړه ییزې موخې

  • له هندي ژبې، ادبیاتو او د هندي فرهنګي میراثونو سره د محصلینو اشنا کول.
  • د ژبپوهنې او ادب په ګاڼه د محصلینو سمبالول او ټولنې ته روښانه شعور ورکول.
  • له خپلو ژبو سره د هندي ژبې اړیکې څېړل.
  • د هندي او مهمو نړیوالو ژبو او ادبیاتو له تاریخ، نظریو، سبکونو او کره کتنې سره د محصلینو اشنا کول.
  • په هند کې د افغان لیکوالانو او مشاهیرو په اړه څېړنې او پوهاوی.

User account menu