د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
انځور

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی ته د پوهنتون د هر اړخیز پرمختګ، علمي، تدریسي او اداري فعالیتونو لا مؤثریت، د نظم او انضباط ټینګښت او د کارونو ښه تنظیم او همغږۍ په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

قدرمن بسام صاحب په خپلو خبرو کې د شریعت په کامل تطبیق، اطاعت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د فرامینو او حکمونو منلو، هر ډول تعصب څخه ځان ساتنې، د مراتبو سلسلې مراعتولو، دعوت او ارشاد مسایلو باندې عمل کولو، د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کېدو، نړیوالو پوهنتونونو سره د پوهنتون د سیال کېدو، انکشاف او کاري ژمنتیا باندې جدي ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې ټول مسؤلین او استادان دې خپل تدریسي بهیر د اوسني عصر د غوښتنو او علمي معیارونو سره سم عیار کړي او له نويو او تازه درسي موادو څخه په استفادې دې د محصلینو علمي کچې لوړولو هڅې ترسره کړي.

محترم رئیس صاحب وویل، د پوهنتون په ترسره شوې داخلي ارزونه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه شوي او ټول مکلف دي، چې د اصلاح او حل لپاره یې په دوه اوونیو کې لازم اقدامات ترسره او راپور یې اړوندو مراجعو سره شریک کړي.

د غونډې په پای کې د پوهنتون منسوبینو د پوهنتون عمومي رئیس ته ډاډ ورکړ، چې د لارښوونو او سپارښتنو په اړه به یې لازم اجراات ترسره کړي.

یاده مشورتي غونډه د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي سراج الدین عمر منصور په وینا او دعا سره پای ته ورسېده.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د اوبو تصفیه کولو ماشین له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو فلتر یاد ماشین چې په ساعت کې ۲۴۰۰ لیتره اوبه پاکوي، د (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې له خوا د نږدې څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل. . .

BACK TO NEWS

User account menu