د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو مرکزي بورډ نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۱۸
PICTURE

یاده غونډه، چې مشري یې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال کوله، په کې د بېلابېلو پوهنځیو د ماسترۍ برنامو تېزسونو، تېزس پروپوزلونو، درسي نصاب او روانو تدريسي او اداري چارو ښه والي په هکله بحثونه او پرېکړې وشوې. 

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د فوق لسانس بورډ مشر پوهنوال مولوي احسان الله ناصح په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د فوق لیسانس په برنامو کې هر په شرایطو برابر استاد په یوه دوره کې د پنځو تنو لارښود پاتې کېدای شي او د بورډ پرېکړې دې یوه ورځ وروسته اړوندو پوهنځیو سره شریکې شي.

ښاغلي ناصح فوق لیسانس برنامې د پوهنتون علمي حیثیت او کچې د لوړولو مهمه برخه یاده کړه او ویې ویل، چې مسؤلین باید نصاب معیاري، د تدریسي بهیر پیاوړتیا لپاره ټاکلي اصول او نورمونه پلي او د محصلینو علمي ـ تحقیقاتي بهیر څخه سمه څارنه وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو مسؤلینو په خبرو کې خپل وړاندیزونه، مشورې او ستونزې د علمي چارو مرستیال سره شریکې کړې، چې د هغه له خوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

د مجلس وروستۍ برخه کې د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، ژبو او ادبیاتو، اقتصاد او کرنې پوهنځیو د مختلفو څانګو د ماسترۍ برنامو د تېزسونو، تېزس پروپوزلونو او درسي نصابونو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu