د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۳۷
picture

یاده کاري ناسته، چې نن د اسد میاشتې په ۱۲ مه نېټه د پوهنتون رئیس، علمي چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر اداري آمرینو په ګډون سره د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، پر مهال یې د علمي او تدریسي چارو ښه والي، لا زیات اکاډمیک پرمختګ رامنځ ته کېدو، استادانو علمي ترفیعاتو کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په پیلیزه وینا کې د ټولو پوهنځیو نصاب بیاکتنې او اصلاح باندې ټینګار وکړ، په همدې اړه یې د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه سپارښتنې د شورا له غړو سره شریکې کړې او لارښوونه یې وکړه، چې ټول پوهنځي دې د خپل نصاب دقیقه ارزونه او بیاکتنه وکړي او یاده برخه کې دې خپل وړاندیزونه مسؤلې کمېټې ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړه، چې د تدریسي بهیر کیفیت ښه والي او علمي پرمختګ تضمین لپاره دې استادانو او محصلینو ته دیني او علمي برنامې جوړې او د محصلینو فکري سلامتيا او عقیدوي ثبات ته دې زیاته پاملرنه وشي.
د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح د خپلو ترسره کړیو میاشتنیو علمي چارو، لاسته راوړنو او د پوهنتون منسوبینو ته د ناسمو رواجونو او عقودو هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو تشریح په موخه د جوړ شوي سيمینار راپور شریک کړ.
نوموړي مسؤلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو په تړاو ترسره کېدونکي کنفرانس ته د مقالو لیکلو، استولو او د پروګرام دوره يي بیاکتنې اړوند یو شمېر برخو کې د پوهنځیو مسؤلینو ته لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان او لوګر پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۷ کیسونو مطرح کولو تر څنګ په یو لړ متفرقه مسایلو بحثونه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی و رعاه) د فرامینو په کتاب کې رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

یاده تحریري ازموینه د محصلانو خدمتونو او همغږۍ، دعوت او ارشاد او نشراتو امریتونو په ګډو هڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی و رعاه) د پنځو فرامینو په کتاب کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ د ساینس پوهنځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو په کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د ازموینې اضطراب لمنځه وړلو په هکله معلوماتي او روزنیز سيمینار دایر شو.

یاد سيمینار د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت او د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام لارښوونې په اساس د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو سلګونو تنو محصلینو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي د. . .

BACK TO NEWS

User account menu