د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۳۷
picture

یاده کاري ناسته، چې نن د اسد میاشتې په ۱۲ مه نېټه د پوهنتون رئیس، علمي چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر اداري آمرینو په ګډون سره د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، پر مهال یې د علمي او تدریسي چارو ښه والي، لا زیات اکاډمیک پرمختګ رامنځ ته کېدو، استادانو علمي ترفیعاتو کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په پیلیزه وینا کې د ټولو پوهنځیو نصاب بیاکتنې او اصلاح باندې ټینګار وکړ، په همدې اړه یې د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه سپارښتنې د شورا له غړو سره شریکې کړې او لارښوونه یې وکړه، چې ټول پوهنځي دې د خپل نصاب دقیقه ارزونه او بیاکتنه وکړي او یاده برخه کې دې خپل وړاندیزونه مسؤلې کمېټې ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړه، چې د تدریسي بهیر کیفیت ښه والي او علمي پرمختګ تضمین لپاره دې استادانو او محصلینو ته دیني او علمي برنامې جوړې او د محصلینو فکري سلامتيا او عقیدوي ثبات ته دې زیاته پاملرنه وشي.
د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح د خپلو ترسره کړیو میاشتنیو علمي چارو، لاسته راوړنو او د پوهنتون منسوبینو ته د ناسمو رواجونو او عقودو هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو تشریح په موخه د جوړ شوي سيمینار راپور شریک کړ.
نوموړي مسؤلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو په تړاو ترسره کېدونکي کنفرانس ته د مقالو لیکلو، استولو او د پروګرام دوره يي بیاکتنې اړوند یو شمېر برخو کې د پوهنځیو مسؤلینو ته لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان او لوګر پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۷ کیسونو مطرح کولو تر څنګ په یو لړ متفرقه مسایلو بحثونه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu