ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۰
picture

یاده ازموینه، چې نن د جوزا په ۲۸ مه نېټه پیل شوه او درې ورځې دوام کوي، په ترڅ کې به یې د ننګرهار ولایت د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو له نږدې لس زره تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون رهبرۍ او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې عمومي مشر، د یادې ادارې د پوښتنو بانک د تنظیم چارو رئیس او ورسره مل پلاوي، د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، علماء کرامو، اداري کارکوونکو او یو شمېر محصلینو برخه لرله.

د غونډې ښه راغلاست او پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکر الله وحدت راغلو مېلمنو ته هرکلی ووایه، د ازموینې د شفافیت او نظم اړوند یې استادانو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون به د وړ او با استعداده ځوانانو پېژندنې او د هغوی علمي پالنې برخه کې خپله مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړو ژمنه وکړه، چې د پوهنتون اداره او استادان به د همکارو ادارو سره په ګډه د کانکور روانې ازموینې شفافیت، نظم او قانوني ترسراوي لپاره جدي هڅې وکړي او ټینګار یې وکړ، چې ازموینه باید له هر ډول شخصي، قومي او سمتي تمایلاتو وساتل شي، چې ګډونوال یې په ډاډمنه فضا کې د خپلې وړتیا له مخې ازموینه ورکړي.

د ازموینو ملي ادارې عمومي رئيس شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني په خپله وینا کې وویل، د هېواد راتلونکی د تحصیل کرده، باشعوره او مومنو ځوانانو پورې تړلی او زیاته یې کړه، د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو له شل کلن اشغال وروسته یو ځل بیا خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې، ابادۍ او هیوادني پرمختګ لپاره د شفافیت په اساس د ځوان نسل ټاکنه او علمي روزنه ډېره مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه، نظام په دې هڅو کې دی چې یو داسې تعلیمي او تحصیلي چاپېریال رامنځ ته کړي، چې اساس یې له شفافیت، عدالت او اسلامي ارزښتونو جوړ وي او یاده برخه کې یې د ټولو اړوندو ادارو، مسؤلینو او استادانو همکاري اړینه وبلله.

د غونډې په پای کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموینه پیل شوه، چې د غونډې یو شمېر ګډونوالو مېلمنو د ننګرهار پوهنتون د رئیس او مرستیالانو په ملتیا د ازموینې له صحنو لیدنه وکړه. 

د یادونې وړ ده، چې د کانکور پيل شوې ازموینه به دوه نورې ورځې (پنجشنبه او جمعه) چې د روانې جوزا میاشتې له (۲۹ او ۳۰) مې نېټې سره سمون لري، دوام وکړي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو مسؤلینو ته د علمي پروګرامونو د بیاکتنې (ای پي ار) ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ، چې د دې پوهنتون علمي چارو معاونیت په نوښت د پوهنتون په (پي ډي سي) مرکز کې ترسره شو، پر مهال یې د پوهنتون علمي پروګرامونو کلنۍ ارزونې او دوره یي بیاکتنې په موخو، محتوا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د هېواد نوموتي او حماسي شاعر ارواښاد مطیع الله تراب فاتحه ترسره شوه.

په یاده فاتحه کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس او مرستیالانو تر څنګ د پوهنځیو مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو برخه لرله، چې پر مهال یې د مرحوم تراب حماسي شاعري، د ټولنې بیدارۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د ناسمو رواجونو او عقودو په هکله د اسلامي امارت د مشرتابه (حفظه الله) د فرمانونو د تشریح یو ورځنی سيمينار دایر شو.

یاد سيمينار د دې پوهنتون د رهبرۍ په لارښوونه د دعوت او ارشاد امریت په نوښت د روانې محرم الحرام میاشتې په ۲۰ مه نېټه د پوهنتون په جامع مسجد کې دایر شو، چې د پوهنتون رئیس، مرستیالانو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu