ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۲۸
picture

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ درې اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و.

د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ په وینا، د سیالیو پایلوبې ته د ژورنالېزم او ارتباطاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي لوبډلې وکولای شو، ۵ د ۴ پر وړاندې ګولونو وهلو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي او لومړی مقام وګټي.

د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال سربېره د مختلفو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، آمرینو او اداري کارکوونکو برخه لرله، چې د سیالیو ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته یې ستاینلیکونه، کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړې.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته ۳ ورځنی ديني، علمي او اصلاحي سيمینار پیل شو.

یاد سيمینار، چې پر مهال به یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو په هکله بیانونه او معلومات وړاندې شي، د ننګرهار پوهنتون د دعوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نویو معیارونو د تشریح دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو محترم وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو او دیني تخصصاتو جامعې مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو کتابدارانو ته د برښنايي کتابتون پېژندنې او کارونې په هکله یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تر چتر لاندې د کتابتون امریت په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو د کتابتونونو مسؤلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې، د کارونې مېتودونو، د معلوماتو. . .

BACK TO NEWS

User account menu