د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته(په چارو کې د وخت ضیاع او په ټولنه یې اغېزې) تر سرلیک لاندې سيمینار وړاندې شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۵۸
picture

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت په نوښت د پوهنتون په عمومي مسجد کې د بېلابېلو پوهنځیو شاوخوا ۴۰۰ تنو محصلینو ته د شرعیاتو پوهنځي یو تن استاد لخوا وړاندې شو.
د سيمینار ارایه کوونکي او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهاند اسرارالحی منیب د موضوع ارایې پر مهال د اسلامي شریعت له پلوه د وخت په اهمیت، د ضیاع اسبابو او لاملونو، د وخت بې ځایه تېرولو منفي پایلو، په ټولنه یې بدو اغېزو، وخت مدیریت او د چارو لپاره منظم مهال وېش جوړولو سربېره د موضوع اړوند نور مسایل په پوره وضاحت سره تشریح او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu