د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په دې پوهنتون کې د ازموینو له روان بهیر څخه نظارت ترسره کړ.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۳۲
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په ملتیا په پوهنتون کې د سمستر نهايي ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د ازموینو د نظم او شفافیت په اړه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د پوهنتون یاد مسؤلین د بېلابېلو پوهنځیو په صحنو وګرځېدل او د جوړو شویو پوښتنو ارزونې سربېره یې د ازموینو د صحنو نظم، شفافیت او محصلینو ته د چمتو شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

نوموړو محصلین د اصولو او مقرراتو رعایت ته راوبلل او ډاډ یې ورکړ، چې د پوهنتون رهبري د ازموینو شفافیت ته بشپړه ژمنتیا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu