د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ ددې پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو سره د ستونزو حل په موخه غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۸:۲۶
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، محصلانو چارو او اداري او مالي چارو مرستیالانو د پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل په ملتیا د ۱۴ ګونو پوهنځیو رئیسانو سره غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون د داخلي ارزونې د پایلو څېړنه وشوه او د ارزونې پر مهال په ګوته شوې ستونزې او نیمګړتیاوې د حل په موخه د پوهنځیو له مسؤلینو سره شریکې شوې.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني تضمین کیفیت پروسه د پوهنتون د پرمختګ، په چارو کې د اصولو سم تطبیق او نړیوالو معیارونو سره د پوهنتون د برابرېدو لپاره حیاتي کړنه وبلله او د پوهنځیو رئیسانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد ټولې سپارښتنې په سمه توګه په خپلو پوهنځیو کې عملي کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي په خپلو خبرو کې د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤلینو سره د پوهنځیو د رئیسانو همغږي او همکاري وستایله او خپلو اړوندو برخو کې یې د پوهنځیو اړتیاوو او غوښتنو ته د رسیده ګۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنوال علي جان عادل د مجلس پر مهال د ترسره کړې داخلي ارزونې پایلې د پوهنتون له مشرتابه او د غونډې ګډونوالو سره شریکې کړې، چې په کې د پوهنځیو رئیسان خپلو مربوطه برخو کې د شته ستونزو حل ته متوجه شوي وو.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو د ترسره شوې ارزونې پایلو په هکله  خپل وړاندیزونه او نظریات څرګند کړل او د چارو د سمون لپاره پلانونه جوړ شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu