د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو د ماشومانو د حقوقو اړوند د جزايي محاکمې تمثيل ترسره کړ.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۳:۱۶
picture

د ماشومانو د محاکمې یاده عملي ننداره د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو له خوا د پوهندوی استاد صفي الله عرب زي د لارښوونې او نظارت لاندې ترسره شوه.
 د یا تمثیل پر مهال محصلینو د خپلو وړتیاوو له مخې په جزايي محاکمه کې د ښکلېو افرادو ( د قضايي غونډې رئیس، مدقق قاضي، مفتي، قضايي غړي، مدافع وکیل، مدعي، شاهد او متضرر) نقشونه ولوبول.
په نوموړي تمثیل کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس او د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو برخه لرله، چې په خپلو خبرو کې یې محصلینو لپاره د دا ډول عملي او روزنیزو پروګرامونو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او تمثیل کوونکي محصلین یې وستایل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu