ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته (په عامه ادارو کې د کاري فرصتونو لوړول) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۹:۱۵
picture

د مسؤلینو په وینا، له دې سيمینار څخه یې موخه د کارکوونکو چارو مدیریت اړوند تیوریکي درسونو ته د عملي ساحې سره اړیکه ورکول دي.
یاد سيمینار د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند د کارکوونکو چارو عمومي مدیر ښاغلي خوشحال احرار رئیس خېل له لوري د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو لسګونه تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په تالار کې په داسې حال کې وړاندې شو، چې د یاد پوهنځي د رئیس او استادانو سربېره په کې د محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو برخه لرله.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس پوهنمل حافظ محمد جمال شینواري د یاد سيمینار په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او د دغه ډول سيمینارونو دایرول یې د محصلینو په عملي زده کړو او روزنه کې اغېزمن وبلل.
نوموړي د ښاغلي رئیس خېل څخه مننه وکړه او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار له موادو او مطالبو اعظمي استفاده وکړي.
د سيمینار په دویمه برخه کې ښاغلي احرار رئیس خېل د موضوع اړوند پرېزنټېشن ارایه کړ،چې په کې عامه ادارو کې د کاري فرصتونو لوړولو او اداراتو ته لار پیدا کولو په اړه معلومات وړاندې شول او په یاده برخه کې نوموړي خپلې عملي تجربې د محصلینو سره شریکې کړې.
په پای کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي استاد پوهنمل منصور فقيرزي د سيمینار ارزونه وکړه او هغه یې د محصلینو د ظرفیت لوړونې په اساس مثبت ارزیابي کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

په یاده کاري ناسته کې، چې د لیندۍ په ۱۴ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او ددې پوهنتون د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۹:۱۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته (په عامه ادارو کې د کاري فرصتونو لوړول) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

د مسؤلینو په وینا، له دې سيمینار څخه یې موخه د کارکوونکو چارو مدیریت اړوند تیوریکي درسونو ته د عملي ساحې سره اړیکه ورکول دي.
یاد سيمینار د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۴۱
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته په جزایي قضیه کې د ابتدائیه محکمې تمثیل وړاندې شو.

په یاده تمثیلي غونډه کې، چې د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، محصلینو د محکمې چارو عملي ترسره کولو په برخه کې مختلف کردارونه ادا کړل او له دې کار. . .

BACK TO NEWS

User account menu