د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د صورت دعوی لیکلو ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۳۶
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت اړوند د حقوقي کلينیک عمومي مدیریت په نوښت د حقوقواو سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو ته د صورت دعوی د لیکلو یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د حقوقي زده کړو په برخه کې د روزنیزو برنامو په جوړېدو ټینګار وکړ او دا یې محصلینو ته د تیوري ترڅنګ د عملي زده کړو او ظرفیت  لوړونې لپاره اړینې او ګټورې وبللې.
نوموړي د محصلانو خدمتونو انسجام امریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې د محصلینو د پوهې کچې لوړولو لپاره هلې ځلې کوي او دا ډول ورکشاپونه دایروي.
د یادونې وړ ده، چې ددې ورکشاپ د روزنې چارې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د استاد پوهندوی صفي الله صالح عربزي له خوا پر مخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۴۱
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته په جزایي قضیه کې د ابتدائیه محکمې تمثیل وړاندې شو.

په یاده تمثیلي غونډه کې، چې د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، محصلینو د محکمې چارو عملي ترسره کولو په برخه کې مختلف کردارونه ادا کړل او له دې کار. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۲:۳۶
Background image

د طب پوهنځي علمي مجله (طبي پوهه) چاپ شوه

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي علمي ژورنال طبي پوهې ۱۹ مه ګڼه د بېلابېلو طبي مطالبو په لرلو سره چاپ او خپره شوه.

د مسؤلینو په وینا، په دغه علمي، څېړنیزه درې میاشتنۍ مجله کې د طب پوهنځي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۳:۸
Background image

بایزید روښان او متانت د لوړو زده کړو مؤسسو ننګرهار پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهملیکونه لاسلیک کړل.

د مسؤلينو په وينا، د اصولو په چوکاټ کې د پیاوړو علمي اړیکو ایجادول، یو له بل سره د اکاډمیکو مشورو او تجربو شریکول، په علمي، تحقیقاتي او نشراتي برنامو کې په ګډه کار کول، استادانو، اداري. . .

BACK TO NEWS

User account menu