د ننګرهار پوهنتون د ۱۳ ګونو پوهنځیو رئیسانو او څانګو امرینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې د معیارونو د تشریح او توضيح سيمینار وړاندې شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۹:۴۴
picture

یاد سيمینار د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د غونډو په تالار کې د پوهنځیو رئیسانو او ډیپارټمنټونو مشرانو ته دایر شو، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست مسؤلینو په کې حضور درلود.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د پرانیستې وینا پر مهال د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو ته سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار مواد په ښه شکل زده، له نورو استادانو سره یې شریک او په خپلو پوهنځیو کې یې په  جدي توګه عملي کړي.
نوموړي یاد سيمینار د پوهنتون فعالیتونو په ښه والي، محصلینو تدریسي بهیر پیاوړتیا او په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون د اعتبار او حیثيت لوړېدو په برخه کې ګټور او اغېزمن وباله.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنوال رضوان الله ممله وال او د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین امین د سيمینار پر مهال د کیفیت لوړاوي معیارونو، اعتبار ورکولو پروسې، ارزونې مېتودونو، د چارو اغېزمنتیا لپاره مهمو ستراتېژیو، د کیفیت څارنې او دوامداره پرمختګ تګلارو اړوند معلومات وړاندې کړل او د هغې تشریح یې وکړه.
د سيمينار په پای کې د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu