د ننګرهار پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ته یو ورځنی دیني او علمي سيمينار وړاندې شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۳:۴۱
picture

په دې سيمينار کې د یو شمېر دیني متخصصینو او علماوو له لوري ګډونوالو ته پر بېلابېلو دیني موضوعاتو او ټولنیزو ارزښتونو خبرې وشوې او د وخت له غوښتنو سره سم د هغې په تطبیق ټینګار وشو.

د ټولنې د سوکالۍ لپاره په علمي ساحو کې د دیني ارزښتونو تطبیق، ادغام، پیاوړتیا، د استادانو ترمنځ فکري همغږي رامنځ ته کول او د مسؤلیت پزیرۍ احساس ته وده ورکول ددې سيمينار اهداف و. 

یاد دیني او علمي سيمينار د ننګرهار پوهنتون ریاست په نوښت او لارښوونه د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د پوهنتون په جامع مسجد کې وړاندې شو، چې پرمهال یې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو امرینو او استادانو برخه لرله.

د سيمینار د پرانیستې وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په ټولنه کې د استادانو پر قدر او مقام خبرې وکړې او په دیني، علمي، اخلاقي او ټولنیز پرمختګ کې یې د هغوی رول مهم وباله.

نوموړي د ټولنیزو ننګونو او ستونزو په حل کې د علمي کادرونو هلې ځلې او همکاري اړینه وبلله او ویې ویل، چې استادان باید د ټولنې په اصلاح کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي.

د سيمینار پر مهال د ننګرهار د جهادي جامعې مهتمم شيخ محب الله عارف د امانت پېژندنه او ساتنه او د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړي شيخ عبدالحي حنفي د نیت اصلاح، اخلاص او تقوی موضوعاتو اړوند خبرې وکړې او د دیني ارشاداتو له مخې یې یاد موضوعات په تفصیلي شکل بیان او د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

سيمينار په دعايې سره پای ته ورسېد.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu