د ننګرهار پوهنتون او Sprin نړیوالې خپرندویه ټولنې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۴

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد هوکړه لیک له مخې به د ننګرهار او د هېواد د نورو پوهنتونونو د استادانو علمي او څېړنیزې مقالې، چې د ننګرهار پوهنتون له ادرسه ولېږل شي، په ۴۵ سلنه تخفیف سره خپرېږي.
یاد هوکړه لیک د علمي چارو مرستیال پوهندوی م/ولوي احسان الله ناصح او په ننګرهار پوهنتون کې د Sprin نړیوالې خپرندویې ټولنې د فوکل پاینټ پوهنمل محمد قسیم کشاف تر منځ د پوهنتون په ریاست مقام کې لاسلیک شو.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال د نوموړي هوکړه لیک لاسلیک لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې له مخې به یې د ننګرهار او د هېواد د نورو پوهنتونونو استادانو ته د Sprin خپرندویه ټولنې په نړیوالو ژورنالونو کې په کم فیس سره د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو د چاپ اسانتیا پیدا شي.
ښاغلي ناصح وویل: ددې تفاهملیک له مخې استادان کولی شي، چې د انګلیسي ژبې تر څنګ په پښتو او دري ژبو هم خپلې مقالې د یادې ادارې په نړیوالو ژورنالونو کې په ځانګړي مالي تخفیف سره د ننګرهار پوهنتون له تاییدي سند ترلاسه کولو وروسته چاپ کړي. 
نوموړي په یاده برخه کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استاد پوهنمل محمد قسیم کشاف هلې- ځلې وستایلې او یاده چاره یې د نړیوالو اکاډمیکو مرکزونو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې لوی پرمختګ وباله. 
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت 
https://sprinpub.com/smjppe/
https://sprinpub.com/sjahss

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu