د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۶
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د تلې په لومړۍ نېټه ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د نوي سمستر په بریالي  پیل خوښي وښوده او له امله یې د پوهنځیو د مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه: د پوهنتون عمومي وضعیت او چارو کې تر پخوا زیات مثبت بدلونونه راغلي او بېلابېلو برخو کې د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې ترسره شوي دي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې د نصاب او ستراتېژیک پلان تطبیق او علمي څېړنو برخه کې لاسته راوړنې د شورا له غړو سره شریکې کړې او یادو برخو کې یې د دوامداره هلو ځلو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.
نوموړو دغه راز استادانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو وزارت سپارښتنې شریکې کړې او په تعقیب یې د جدي اقداماتو ترسراوي باندې ټینګار وکړ.
د غونډې پر مهال د پوهنځیو او عمومي امریتونو د دویمې ربعې د علمي، تدریسي او اداري چارو راپورنه شریک او تائید شول.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او سپین غر پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو۳، تثبیت ۱، ارتقاء ۵ او د تقرر۱۰ کیسونه مطرح کولو سربېره د بېلابېلو پوهنځیو اړوند یو لړ متفرقه مسایو باندې بحثونه وشول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu