د طب پوهنځي اوسنی حالت

ننګرهار طب پوهنځي ۶۱ کاله پخوا د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال تاسیس شوی، په دې علمي  مزل  کې دا پوهنځی له ډیرو لوړو او ژورو تېر شوی  خو شکر الحمد الله طب پوهنځی په خپل ۶۱ کلن مزل کې زیات شمېر علمي کادرونه ټولني ته د خدمت په موخه وړاندې  کړي ، چې نه تنها په کور دننه  بلکه د نړۍ په ډير هېوادونو کې ددی پوهنځي فارغ کادرونه په دندو بوخت دي ، د هېواد دننه صحي سکتور تر ډیره بریده د همدې پوهنځي په فارغانو  تکیه ده او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د طب پوهنځي فارغان  هیوادوالو ته روغتياېي  خدماتو په وړاندې کولو بوخت دي، طب پوهنځی دمګړۍ ۲۵ بېلابېلي   څانګې لري، یو مجهز تدریسي  روغتون لري  چې محصلین او ستاژران پکې د ناروغ د بستر د پاسه خپلي  عملي  زده کړې   پر مخ وړي، د پوهنځي د محوطی په دننه کې څلور بېلابېل  بلاکونه لري ،  یو بلاک  ادارې  خونۍ  د رئیس ، معاون ، اجرائیه مدیریت ، چای خانه او بیلا بیلو فرعي کمیټو دفترونه موجود دي، په بل بلاک کې تدریسي  خونې  او لابراتوارونه شته چې د محصلینو د عملي  تدریس لپاره ور څخه استفاده کیږي ، یو مجهز کتابتون چې تقریبآ 15000 زرو په شاه او خوا کې بېلابېل  کتابونه پکې  موجود دي ،  24 ساعته د محصلینو پر مخ خلاص وي ، د مطالعی لپاره ارام او زړه راښکونکې  چاپیریال لري  د کتابتون په دننه کې 24 انټرنیت او کمپيوټر لیب موجود دی چې د یوتن IT مدیر له لوری کنترولیږي، کتابتون او تدریسي خوني د ابی بریښنا تر څنګ سولری بریښنا هم لري چې د بریښنا د پرچاوۍ په صورت کې د سولري  بریښنا څخه استفاده کیږي، د لمونځ ادا کولو لپاره یو مجهز مسجد شریف لري ،  چې استادان، ادارې پرسونل او محصلین پکې  پنځه وخته  په جماعت سره مونږ ادا کوي ، دوه د لیلیو تعمیرونه لري ، د ذکور لیلیه خراب او د اوسیدو ندی  د ښار جوړونۍ ریاست  د هیئت لخوا یې د تحریب امر  شوی، دم ګړۍ  د طب پوهنځي په خوا کې  ستوماتولوژي پوهنځی هم ایجاد شوی ، د ماستری د برنامی د ایجاد لپاره کمیټه ټاکل شوی امید مو داده چې ډیر ژر به د ماستری برنامه هم ایجاد شي ، راتکونکې کې هیله مو داده چې دا پوهنځي د طبي  علومو په یو باور وړ او مجهز پوهنتون بدل شي  او د هېواد لپاره د طبي  کادرونو روزنه کې نه ستړی کیدونکې  هلي  ځلې وکړې  او د سیمي  د هیوادونو په کچه په یو باوړ وړ علمي  او تحقیقی مرکز بدل شي.

User account menu