د روشن مخابراتي شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون تفریحي پارکونو سره د چوکیو او چتریو مرسته وشوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۹:۵۳
picture

په یاده مرسته کې، چې ۲۰ پایې درې نفري چوکۍ او ۲۰ پایې سایه دارې چترۍ شاملې دي، نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون رهبرۍ ته وسپارل شوې.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه ، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د یو شمېر پوهنځیو رئیسانو او استادانو سربېره په کې د روشن مخابراتي شرکت عمومي رئیس محمد اصف شریفي، په ختیځ زون کې د یاد شرکت رئیس عبدالباسط نبیل او یو شمېر نورو کارکوونکو برخه لرله.

picture

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني د دولتي او خصوصي ادارو تر منځ  د متقابلو همکاریو په اهمیت خبرې وکړې او د روشن مخابراتي شرکت له عمومي رئیس څخه یې د ننګرهار پوهنتون بېلابېلو برخو سره د همکارۍ تر څنګ محصلینو او استادانو ته د باکیفیته او ارزانه  مخابراتي خدماتو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي په تېر کې ننګرهار پوهنتون سره د یاد مخابراتي شرکت له همکاریو مننه وکړه او راتلونکي کې یې هم د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په خپلو خبرو کې ننګرهار پوهنتون د ټولو هېوادوالو ګډ کور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ددې پوهنتون ابادي، رغون او ورسره همکاري کول د ټولو مسؤلیت دی.

نوموړي پر ټولو شتمنو او سوداګرو غږ وکړ، چې د تحصیلي بنسټونو کلک ملاتړ او لاسنیوی وکړي او د روشن مخابراتي شرکت له مشرتابه یې غوښتنه وکړه، چې دننګرهار پوهنتون محصلینو ته د عملي زده کړو زمینې برابرولو سربېره د پوهنتون اداري شعباتو او څانګو ته انټرنیټي اسانتیاوې برابرې کړي.

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت عمومي رئیس محمد اصف شریفي د خپلو خبرو پر مهال ننګرهار پوهنتون کې وروستي پرمختګونه وستایل، د یاد شرکت اړوند یې د پوهنتون رهبرۍ او استادانو وړاندیزونه او مشورې واورېدلې او د هر راز همکاریو ډاډ څرګندولو تر څنګ یې د روشن مخابراتي شرکت د خدماتو، امکاناتو او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د دواړو ادارو تر منځ د ګډو همکاریو یو تفاهملیک هم لاسلیک شو، چې له مخې به یې یاد شرکت د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته بېلابېلو برخو کې د عملي زده کړو او ورکشاپونو زمینه برابروي او هم به د پوهنتون استادانو او منسوبینو ته لازم مخابراتي خدمتونه چمتو کړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او مالي او اداري چارو مرستیالانو د روشن مخابراتي شرکت  عمومي رئیس ته د پوهنتون بېلابېلې برخې هم د رغاونې په موخه وروښودلې، چې د یاد شرکت مسؤلینو له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu