د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون کې ۲ رغنيزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۴:۹
Picture

په يادو پروژو کې د ټول روغتون د خځلو او طبي پاتې شونو د خونديتوب لپاره په عصري سيستم د يوې سترې کثافت دانۍ جوړول او د روغتون مختلفو برخو کې د پلو لارو پخول شامل دي، چې چارې يې په ختيځ زون کې د PU-AMI موسسې له لوري د ٦۵۰۲ امريکايي ډالرو په مالي لګښت ترسره شوې.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون کې د پرانيستې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئيس، د محصلانو چارو مرستيال، د تدريسي روغتون رئيس او مرستيال، د روغتون د بېلابېلو څانګو امرينو، استادانو او په ختيځ زون کې د PU-AMI موسسې مسؤلينو برخه اخيستې وه.

د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د يادو پروژو او په تدريسي روغتون کې د ترسره شويو رغنيزو چارو، روغتيايي خدمتونو په برخه کې پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه پريزنټېشن وړاندې کړ.

نوموړي وويل: په دې وروستيو کلونو کې يې د بېلابېلو موسساتو په مالي ملاتړ تدريسي روغتون لپاره اړين طبي تجهيزات او ماشينونه پيرلي، له کاره لوېدلې ودانۍ يې ترميم او د عملي تدريسي بهير او معالجوي خدماتو ښه والي په موخه يې نوي ځايونه جوړ کړي. 

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس شيخ انعام الله مدني تدريسي روغتون سره د PU-AMI موسسې د دوامداره همکاريو مننه وکړه او د يادې موسسې له مسؤلينو يې وغوښتل، چې د تدريسي روغتون د پرمختګ په برخه کې خپل مالي ملاتړ او همکاري جاري وساتي.

نوموړي دغه راز له مسؤلينو د روغتون اړوند ستونزې، اړتياوې او وړانديزونه واورېدل او د حل په برخه کې يې ډاډ ورکړ.

په ختيځ زون کې د PU-AMI موسسې سرپرست رئيس ډاکتر شيرين اغا شګيوال د خپلو خبرو پر مهال د يادو پروژو په اړه معلومات ورکړل او راتلونکي کې يې هم روغتون کې د ورته پروژو د پلي کولو او بېلابېلو برخو د مرستو ژمنه وکړه.

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

ساینس پوهنځي کې د محصلینو د څېړنیزو پروژو د دفاع غونډو لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د ریاضي، فزیک، کېمیا او بیولوژي څانګو د محصلینو څېړنیزو پروژو او مونوګرافونو څخه د دفاع غونډو لرۍ پیل شوه، چې د مسؤلینو په وینا، د درې ورځو په لړ کې به د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د دې اوونۍ خبرونه! نېټه: ۱۴۰۴ غبرګولي ۲۹ مه

۱- د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د غبرګولي په ۲۴ مه نېټه په دې پوهنتون کې د روانو ازموینو له بهیر څخه د نظم و شفافیت ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
د پوهنتون رئیس د اړوندو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۴ تحصیلي کال کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

یاده ازموینه، چې نن د جوزا په ۲۸ مه نېټه پیل شوه او درې ورځې دوام کوي، په ترڅ کې به یې د ننګرهار ولایت د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو له نږدې لس زره تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په. . .

BACK TO NEWS

User account menu