د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه ۴۳ تنه علمي کادرونه فارغ شول.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۴:۳۸
Picture

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې څخه په ۲۷ مه دوره کې ۴۳ تنه علمي کادرونه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، مالي او اداري چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، فارغانو، د هغوی د کورنیو غړو او خپلوانو برخه اخیستې وه.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او فارغېدونکو علمي کادرونو او د هغوی کورنیو ته یې د دغه ستر ویاړ له کبله مبارکي وویله.
نوموړي فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې خپله پوهه او استعداد د اسلام  مبارک دین او هېواد په خدمت کې استعمال کړي او راتلونکي کې د ننګرهار پوهنتون د غوره استازیتوب تر څنګ ټولنه کې د غوره اخلاقو مظاهره وکړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې فارغ محصلین  وهڅول چې علم سره وابسته پاتې شي او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه په علمي او اکاډمیکو، دیني، اجتماعي، تدریسي او فکري روزنې برخوکې لومړی مقام لري او د پوهنتون رهبري د دغه ویاړ ساتلو په برخه پوره زیار باسي.
نوموړو یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې د فراغت سره سم د ماسترۍ فورمې ترلاسه او نورو لوړو زده کړو ته تابیا ونیسي.
غونډه محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۲۰:۴۸
Background image

نګرهار پوهنتون کې د روان سمستر منځنۍ ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې د رواني وري میاشتې په ۲۰ مه نېټه پیل شوې، دوه اوونۍ به دوام وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شيخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۲۰:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون ۳۹ تنه ممتاز محصلین وستايل.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو همغږۍ امريت د ۱۴ ګونو پوهنځيو هغه محصلین، چې د تېر سمستر نهايي ازموینو په پايله کې يې د خپلو پوهنځيو په کچه لوړې نومرې اخيستې وې، د يوې غونډې په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۸:۳۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصيلي کال نهايي سمستر شل فيصده ازموينې به د وري په ۲۰ مه نېټه پيل شي.

د ننګرهار پوهنتون د ازموينو مرکزي کمېټې د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان تحصيلي کال د نهايي سمستر ازموينې د وري په ۲۰ مه نېټه پيل او دوه اوونۍ به دوام وکړي. 

د ازموينو مرکزي کمېټې. . .

BACK TO NEWS

User account menu