د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه ۴۳ تنه علمي کادرونه فارغ شول.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۴:۳۸
Picture

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې څخه په ۲۷ مه دوره کې ۴۳ تنه علمي کادرونه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، مالي او اداري چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، فارغانو، د هغوی د کورنیو غړو او خپلوانو برخه اخیستې وه.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او فارغېدونکو علمي کادرونو او د هغوی کورنیو ته یې د دغه ستر ویاړ له کبله مبارکي وویله.
نوموړي فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې خپله پوهه او استعداد د اسلام  مبارک دین او هېواد په خدمت کې استعمال کړي او راتلونکي کې د ننګرهار پوهنتون د غوره استازیتوب تر څنګ ټولنه کې د غوره اخلاقو مظاهره وکړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې فارغ محصلین  وهڅول چې علم سره وابسته پاتې شي او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه په علمي او اکاډمیکو، دیني، اجتماعي، تدریسي او فکري روزنې برخوکې لومړی مقام لري او د پوهنتون رهبري د دغه ویاړ ساتلو په برخه پوره زیار باسي.
نوموړو یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې د فراغت سره سم د ماسترۍ فورمې ترلاسه او نورو لوړو زده کړو ته تابیا ونیسي.
غونډه محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu