د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د حافظانو د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۸:۴۴
Picture

ياد مراسم چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له خوا د ۲ تنو محصلينو د قرانکريم د حفظ کولو په وياړ جوړ شوي و، په کې د پوهنتون رئيس او محصلانو چارو مرستيال تر څنګ د دعوت او ارشاد آمريت مسؤلينو، د امام ابوحنيفه رح د تخصصاتو ديني جامعې مسؤلينو او ګڼ شمېر محصلينو حضور درلود.

د دعوت او ارشاد آمريت د مسؤلينو په وينا، د زراعت پوهنځي محصل صفي الله او د ساينس پوهنځي محصل نعمان ته د ياد آمريت د همکارو استادانو له لوري د قران پاک د حفظ زمينه برابره شوې وه.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــيـ/ــخ انعام الله مدني د خپلې وينا پر مهال يادو حافظانو او د هغوی کورنيو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ زياته کړه، ټول محصلين بايد د عصري او مسلکي زده کړو تر څنګ د ديني علومو زده کړه پر ځان لازمه وګڼي او قران عظيم الشان په سمه توګه زده، په عمل کې پلی او نورو ته يې ورسوي.

نوموړي محصلينو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد امريت په ټولو ديني او اصلاحي درسونو کې د بشپړې لېوالتيا له مخې برخه واخلي او خپل ورځنی ژوند د شريعت سره سم عيار کړي.

د دعوت او ارشاد آمر مــ/ـولوي مهربان شاه مدني د خپلو خبرو پر مهال د خپلو فعاليتونو او راتلونکو برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه، چې د پوهنتون د منسوبينو او محصلينو لپاره به په مناسبو وختونو کې ګټور روزنيز او تربيوي پروګرامونه جوړ او د خپلو ديني او اصلاحي درسونو څخه به ټول محصلين برخمن وساتي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د امام ابوحنيفه رح تخصصاتو ديني جامعې رئيس ابــوالاسد الشــ.ـهيد مـــ.ـفتي حزب الله الــحقــ.ـاني د قرانکريم وروستي سورتونه د حُسن اختتام په ډول ولوستل، حافظانو ته د فضيلت دستارونه وتړل شول او د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حافظ سيد محمد قاسم هاشمي له لوري د يادو حافظانو استادانو سره نغدي مرسته وشوه.

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۸
Background image

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو څخه مالي ملاتړ وشو.

لوړو زده کړو وزارت سره د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د شوې هوکړې له مخې به د یادې مؤسسې د زده کړو ملاتړ پروګرام په لړ کې د ننګرهار پوهنتون او د یو شمېر ننګرهار مېشتو خصوصي لوړو زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د افغان مراد خصوصي لېسې زده کوونکو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار کې د افغان مراد خصوصي لېسې (۴۰) تنو زده کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. راغلو زده کوونکو ته د ننګرهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د روانې وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu