د ننګرهار پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې به راتلونکې شنبه د مرغومي په ۹مه نېټه پيل شي.

د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو کړنلارې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې د مرغومي په ۹مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي.
ازموینې د ټاکلي مهال وېش سره سم د سهار په ۹ بجو پیلېږي او هره ازموینه به دوه ساعته وخت ولري.
یاده پرېکړه د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د مرغومي په ۵ مه نېټه د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه.
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د یادې پرېکړې سربېره په یو شمېر نورو علمي او تدریسي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون د کړنو او لاسته راوړنو ګزارش د شورا له غړو سره شریک کړ.
نوموړي دغه راز د شورا غړو او مسؤلینو ته په ننګرهار پوهنتون کې د جوړېدونکي نړیوال علمي کنفرانس لپاره د مقالو سپارلو، د تضمین کیفیت پروسې، اکاډمیک اعتبار ساتنې او همدارنګه د راتلونکو ازموینو لپاره د اړین چمتووالي لارښوونې وکړې.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د تحقیقاتو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور کفایت الله کاکړ د مجلس نور ویناوال وو، چې مسؤلینو سره یې د علمي، تدریسي، ازموینو او تضمین کیفیت اړوند مسایل شریک کړل.
د مجلس په دویمه برخه کې د پوهنتون د ازموینو عمومي کمېټې له خوا په ۲۴ مادو کې د رالېږل شوي طرزالعمل په اړه بحث وشو، چې د ازموینو د وخت، پوښتنو ډول او نورو اصولو په اړه په کې بحث شوی ؤ.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ سید جمال الدین افغاني، بامیان او جهان پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفيعاتو ۱۱، تقرر ۲۱ او انفکاک ۳ کیسونو او ځینو نورو علمي موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت
All reactions:
1010