ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
pic

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ.

د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ وویل: له یادو سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول او دغه راز د نوي تحصیلي کال لپاره د پوهنتون د فوټبال منتخبې لوبډلې ټاکل ؤ.

د ښاغلي کاکړ په وینا، د سیالیو پایلوبې ته د اقتصاد او طب پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د اقتصاد پوهنځي لوبډلې وکولای شو، چې ۳ د ۲ پر وړاندې ګولونو وهلو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي او په دې توګه د اقتصاد پوهنځي لوبډلې لومړی او د طب پوهنځي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د طب پوهنځي رئیس پوهنوال دوکتور محمد عظیم عظیمي، د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما، د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس پوهنمل محمد جمال شینواري او د یادو او د پوهنتون د نورو بېلابېلو پوهنځیو استادانو برخه لرله، چې د سیالیو ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته یې ستاینلیکونه، کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه. . .

BACK TO NEWS

User account menu