د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي د کرنې، ژورنالېزم او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د ازموینو بهیر نه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، محصلانو چارو مرستيال حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د ازموینو مرکزي کمېټې غړو په ملتيا ددې پوهنتون د کرنې، ژورنالېزم او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د ازموینو بهیر نه لیدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د یادو پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ازموينې دې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره سمې په پوره روڼتيا او شفافيت واخلي او پايلې دې په خپل وخت له محصلينو سره شريکې شي.