په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او انسجام ادارې مسؤل د ننگرهار پوهنتون له رئیس سره ولیدل

sakhizada_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۱۶
image

 

په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او انسجام ادارې (TiKA) رئیس زحتو چال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي مرستیال او استاد پوهنیار سید عباس سادات، پوهنیار شریف الله ویاند او د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمر سید اجمل نقشبندي هم حضور درلود، دواړو خواوو د متقابلو اړیکو او همکاریو د رامنځته کېدو د شونتیا او پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ښاغلي چال ته ښه راغلاست ووایه او د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان او ترکیې هېواد په علمي، کلتوري او سیاسي اړیکو رڼا واچوله.

پوهاند بهسودوال د ننګرهار پوهنتون یو شمېر وړاندیزونه، چې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ترکي ژبې دیپارتمنت ایجاد، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو لپاره د یوه راډیو سټیشن او ویډیو سټوډیو جوړول، د کرنې پوهنځي د څېړنیزو فارمونو تجهیز او معیاري کېدل او د یادو چارو د ترسراوي لپاره د دواړو ادارو تر منځ د یوه تفاهملیک رامنځته کېدل په کې وو، له راغلي پلاوي سره شریک کړل.

د (TiKA) ادارې رئیس ښاغلي زحتو چال د پوهنتون مشرتابه ته په اړوندو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اداره به یې ډېر ژر د متقابلو همکاریو او اړیکو د رامنځته کېدو په خاطر له ننګرهار پوهنتون سره یو تفاهملیک لاسلیک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu