ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۲:۳۰
Picture

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.
د کرکټ یادو سیالیو پرانیسته د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او د یاد معاونیت اړوندو آمرینو په حضور کې وشوه.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د محصلینو تر منځ ورزشي سیالۍ د هغوی فزیکي وړتیاوو ودې، یووالي او تفریح لپاره اړینې وبللې.
نوموړي لوبېدونکو لوبډلو ته سپارښتنه وکړه، چې د سپورتي اصولو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره لوبې ترسره کړي.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ په وینا، د کرکټ ټورنمنټ دایرېدو څخه یې موخه د محصلینو بدني او ذهني روغتیا تامین او هغوی لپاره د سالمې بوختیا رامنځ ته کول دي.
د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه سیالۍ ترسره شوې، چې په کې د ساینس پوهنځي لوبډلې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لوبډلې ته او د وترنري علومو پوهنځي لوبډلې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu