ننګرهار پوهنتون کې د څه دپاسه ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د رغنیزو چارو پرانیسته شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۴۶
image

 

په یادو رغنیزو چارو کې د دې پوهنتون د طب، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، وترنري علومو، ژبو او ادبیاتو او انجنیري پوهنځیو، د مرکزي لیلیې، پخلنځي، خوړنځي، مېلمستون، پوسته خانې او جنسي ډیپوګانو ودانیو بیا رغاونه او ترمیمات شامل دي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یادو رغنیزو چارو پرانیسته د زمري په ۱۷مه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې وکړه، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب، د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال پیرمحمد ستانکزي او یو شمېر استادانو او اداري کارکوونکو یې ملتیا کوله.

پوهاند بهسودوال د یادو رغنیزو چارو په پيل خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې ددې رغنیزې پروژې په تطبیق سره به د پوهنتون په ذکر شویو پوهنځیو او اداري څانګو کې شته ستونزې له منځه لاړې شي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مننه وکړه، چې د دې رغنیزو چارو مالي ملاتړ یې وکړ او د ودانیز شرکت مسؤلینو ته یې جدي سپارښتنه وکړه، چې یادې رغنیزې چارې د قرارداد سره سم په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده ازموینه کې چې د جدي میاشتې په ۸مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، د دې پوهنتون د لیسانس، فوق لیسانس او شپې پوهنځیو محصلین په کې برخه لري.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۶ کادري بستونو لپاره له ۷۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون سربېره د تابش، جهان او امیر علي شېر نوايي خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کمپیوټر ساینس او وترنري علومو. . .

BACK TO NEWS

User account menu