ننګرهار پوهنتون کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین په لړ کې یوه بهر مېشتي افغان مبصر طلعت د ۲۵ زره افغانیو مرسته وکړه.

nu_admin
جمعه ۱۴۰۱/۴/۱۰ - ۸:۱۲
image

 

ښاغلی طلعت، چې د انګلستان په هېواد کې اوسېږي، یاده مرسته یې ننګرهار پوهنتون ته رالېږلې وه، چې نن ورځ د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د مرستې راټولولو کمپاین کمېټې غړو پوهنوال سید اکرم هاشمي او پوهنیار احمد جمیل پوپلزي ته وسپارل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس د ښاغلي مبصر طلعت د اسلامي او هېوادني احساس مننه وکړه او نوموړي ته یې د الله تعالی له درباره د اجر غوښتنه وکړه.

پوهاند بهسودوال په ټولو وطن مېشتو او بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ، چې د خپلې وسعې او توان په اندازه د زلزله ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي او په دې توګه خپل ملي او اسلامي رسالت ادا کړي.

د یادونې وړ ده، چې په ننګرهار پوهنتون کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین د چنګاښ په ۶مه نېټه پیل شوی، چې ددې پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu