ننګرهار پوهنتون کې د ملي بیرغ ورځ ونمانځل شوه

nu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۹:۴۱
frfdgdf

 

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ ونمانځله.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په نوښت د پوهنتون په انګړ کې غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د پوهنتون د فارغانو شبکې مشر انجنیر خان محمد دوست، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د غونډې برخوالو ته د ملي بیرغ ورځې مبارکي وویله او د بیرغ په ارزښت او تاریخي شالید یې خبرې وکړې.

نوموړي ملي بیرغ د افغانانو ملي هویت او تشخص، ملي ارزښت او د یووالي او اتحاد سمبول وباله، چې په وینا یې، احترام او درناوی یې د ټولو افغانانو ګډه ملي وجیبه ده.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم د اسلامي شریعت له نظره د بیرغ په مقام او اهمیت خبرې وکړې او د اسلامي تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې یې د بیرغ په رول او ارزښت رڼا واچوله.

غونډه په ګران هېواد کې د تلپاتې او واقعي سولې د ټینګښت او د یو سوکاله، پرمختللي او اباد افغانستان د لرلو په هیلې او دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu